انصار: (د غبرګولی ۶مه)، د طالبانو حکومت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت له پاکستانه د څه باندې زرو افغان کډوالو د ایستلو اعلان وکړ.
دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ۱۴۷۹ افغان کډوال له پاکستانه له شړلو وروسته بېرته هېواد ته راغلي دي.
د خبر پر بنسټ، ياد شوي کډوال د روانې مياشتې په درېيمه او څلورمه نېټه د ننګرهار ولايت د سپين بولدک او تورخم د پولې له لارې هېواد ته راستانه شول.
د يادونې ده، چې ياد شوي کډوال د پاکستان له لوري د ننګرهار د سپين بولدک او تورخم د پولې له لارې له شړلو وروسته بېرته هېواد ته داخل شوي دي.
له بلې خوا د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) په دې وروستیو کې ویلي چې د راستنیدونکو په منځ کې د ښځو او نجونو خوندیتوب لا هم یوه لویه اندیښنه ده، ځکه دوی له ګڼو ګواښونو سره مخ دي.
د دغه کمیسیون د وروستي راپور له مخې، د راستنیدونکو ۸۰ سلنه ښځې او ماشومان دي، چې ۴۸ سلنه یې ښځې او نجونې او ۱۳ سلنه یې د کورنیو مشرانې دي.
له پاکستان څخه د افغان کډوال ایستل په داسې حال کې کیږي چې په وروستیو میاشتو کې له ګاونډیو هیوادونو په ځانګړې توګه له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوال د ویستلو لړۍ ډیره شوې ده.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/31769